د پاکستان جیونیوز د راپور لهمخې، نن ماښام د خېبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ او افغان طالبانو تر منځ یو ځل بیا جګړه پيل شوې ده. دغې رسنۍ ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ د طالبانو یو ټانک او پوسته په نښه کړي دي.
افغان طالبانو پر کابل او پکتیکا د پاکستان له هوايي یرغل وروسته د تېرې شنبې په ماخوستن (د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره ډيورند کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
د طالبانو ویاند له دغې جګړې وروسته وویل، سره له دې چې د دوی له لوري جګړه پای ته رسېدلې اعلان شوې، خو د پاکستان پوځ لا هم پر افغان طالبانو ډزې کوي.
له یادې رسمي نښتې وروسته نن ماښام بیاځلي د لویې پکتیا اړوند د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو تر منځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي او جیونیوز ته د پاکستان امنیتي سرچینو ادعا کړې، چې دا ځل د جګړې پیلوونکي افغان طالبان دي او دوی هم په ځوابیه برید کې د طالبانو یو ټانک او یوه پوسته له منځه وړې ده.
په همدې تړاو د جیونیوز له لوري په یوې خپره شوې ویډیو کې پر یوې غونډې د توغندي لګېدل ښکاري او جیونیوز ادعا کوي، چې دغه سیمه کې د طالبانو یو ټانک او یوه پوسته په نښه شوي دي.
افغان طالبانو او پاکستان لا تر اوسه په رسمي توګه د دغې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي.