اشرف غني: افغانستان او پاکستان باید ډیورنډ کرښې ته د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي

۷ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ډیورنډ کرښه له پاکستان نه ډېره مشره او د برتانوي استعمار میراث دی، خو وايي، افغانستان او پاکستان باید دې مسالې ته د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي.

ولسمشر اشرف غني په خپله اعلامیه کې، چې د هغه د ټولنیزو شبکو پر اکاونټونو خپره شوې، وايي، « ژوندي ملتونه بې‌ ځنډه او پرله ‌پسې په خپلو ملي ګټو او ملي اهدافو غور کوي، ځکه پوهېږي چې نه تلپاتې دوست لري او نه تلپاتې دښمن.»

هغه د نړیوالو تجربو یادونې سره زیاته کړې چې «یوازې د خپلو ملي احساساتو سپېڅلتیا منل او د نورو احساساتو ته سپک کتل، غمجنې پایلې لري او د ملي اهدافو په ټاکلو کې دا یو مهم اصل دی.»

د ملي اهدافو په اړه اشرف غني ویلي چې«ملي اهدافو ته رسېدل رښتینولي او د هغوی د ترلاسه کولو تدبیر ته اړتیا لري.»

غني ویلي چې افغانستان به په شاوخوا ۲۲ کلونو کې د معاصر دولت د جوړېدو درې سوه کلنه کلیزه ونمانځي او پاکستان به د خپل جوړېدو سل کلنه کلیزه ونمانځي، خو نوموړی پوښتي، «په کال ۲۰۴۷ کې د افغانستان او پاکستان اړیکې به څنګه وي؟ ایا د تېرې نیمې پېړۍ رنځونه به دوام ومومي، که د ۲۱ مې پېړۍ اړتیاوو او امکاناتو په پام کې نیولو سره به ګډه همکاري وشي؟»

د ډيورنډ کرښې په اړه مخکیني ولسمشر ویلي چې دا کرښه «له پاکستان نه ډېره مشره، پخوانۍ او د برتانوي استعمار میراث» ده.

هغه ویلي، چې ددې استعماري میراث د بېلابېلو اړخونو په اړه پراخ برتانوي اسناد یې مطالعه کړي او په راتلونکو پودکاستونو کې به یې له ولس سره شریکوي.

مخکیني لسمشر د کرښې دواړو غاړو خلکو ته درې ټکي روښانه کړي او وايي، «د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ولسونو سره د افغانانو اړیکې ژورې دي او احساسات، غم، ښادي، ثبات، وده او سوله یې نه بېلېدونکي او سره پېیلي دي.»

غني ویلي، چې «له ۵۰ کلو راهیسې پخپله پاکستاني چارواکو ډيورنډ کرښه نقض کړې او هغې ته یې د خپل میراثي دریځ خلاف د رسمي سرحد په سترګه نه دي کتلي او پرله ‌پسې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی.»

نوموړي زیاته کړې: «لکه څنګه چې لمر په دوو ګوتو نه پټیږي، همداسې زموږ د ځینو کړیو اړیکې له دوی سره هم د پټېدو نه دي.»

نوموړی یادونه کوي چې «ډيورنډ کرښه د نولسمې پېړۍ په استعماري لید کې وکښل شوه، خو اوس ورته افغانستان او پاکستان دواړه باید د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي.»

هغه ټینګار کړی چې د کرښې د هر ډول بدلون لپاره باید د بلوچستان او خیبرپښتونخوا د ولسونو د ازادې جرګې پرېکړه هم تر نظر لاندې ونیول شي.

اشرف غني خبرداری ورکړی چې «د وژنو او ورانۍ ګواښ د ځواک نښه نه ده، بلکې د تدبیر د نشتوالي نښه ده.»

هغه یادونه کړې چې افغانستان او پاکستان دواړه له جدي ستونزو سره مخ دي او هېڅ یو پر بل زور نه شي کارولای او د هر ډول تاوتریخوالي لومړۍ قرباني به د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونه وي.

نوموړي ټینګار کړی چې د استعمار میراث او لنډمهاله دریځونه د ټولو لپاره روښانه پايلې لري او بریالیتوب دا دی چې له دې ترخو تجربو عبرت واخیستل شي او د دوو مقتدرو دولتونو ترمنځ د تلپاتې سولې بنسټ کېښودل شي.

نوموړي د ملي پرېکړو په اړه لیکلي چې «موږ د یو ستر ملت په توګه هېڅکله لویې ملي پرېکړې په تړلو سترګو او کڼو غوږونو نه دي کړې»،

د نوموړي په وینا، په مهمو ملي مسایلو کې «تل د عقل جمعي او د خلکو د ارادې درناوی شوی دی»، چې د جرګو له لارې د ولس ګډون تضمین شوی دی.

غني همدارنګه د هېواد اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته اشاره کړې، ویلې یې دي، چې خلک کار غواړي او ځوانان د ښې راتلونکې لارې لټوي، خو تکراروي چې «زموږ لوږه ازلي نه ده او ابدي به هم نه وي.»

هغه وايي افغانستان «دومره پټ او ښکاره امکانات لري چې که د یوه مشروع نظام په چوکاټ کې په تدبیر وکارول شي، په یوه هوسا، باثباته او پرمختللي هیواد بدلېدای شي.»

هغه ټینګار کړی چې په ملي دولتي مسایلو کې «قدرت وسیله ده، هدف نه دی» او د ځواک هدف باید د ستونزو د زیاتولو پر ځای د هغو حل، ولس ته خدمت او د عادل نظام رامنځته کول وي.

نور خبرونه

رادیو