د سالنګ لویه لار د لسو ورځو لپاره د موټرو پرمخ تړل کیږي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره به د تلې له ۲۷مې نه د لړم تر۶مې نېټې پورې د لسو ورځو لپاره د ټولو وسایطو پر مخ په بشپړ ډول بنده وي.

د دغه وزارت ویاند ویلي، د سالنګ لویې لارې دننه تونل او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالري په برخه کې د کانکریټي پوړ پر سر قیر اچوي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې په دې لسو ورځو کې د اړتیا له مخې د دوشي-بامیان له بدیلې لارې تګ راتګ کولی شي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس له خلکو غوښتنه کړې چې د شنبې په ورځ، د روان کال د تلې په ۲۶مه نېټه، له ماښام ۶ بجو وروسته، پر دې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو