د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له سرحدونو ساتنه د ایالتي حکومتونو نه؛ بلکې د فدرالي حکومت صلاحیت او مسوولیت دی. هغه زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د وتلو موضوع هم فدرالي حکومت پورې اړه لري او فدرالي حکومت به په دې اړه پرېکړه کوي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، کوم افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري؛ حکومت دا واک لري چې هغوی بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
خواجه اصف له جیونیوز سره د مرکې پر مهال ویلي، چې افغان طالبان هم پاکستان ته خبرداری ورکوي او هم د سولې د خبرو غوښتنه کوي. هغه وایي:« طالبان دې لومړی خپل اخطارونه عملي کړي او بیا به خبرې ورسره وکړو.»
د هغه په وینا:« که کوم بهرنی هېواد پر موږ برید وکړي، موږ دا حق لرو چې پرې ځوابي برید وکړو.» هغه زیاته کړې، چې پاکستان په هوايي بریدونو کې هیڅ افغان نهدی په نښه کړی او په دې اړه د امیرخان متقي خبرې د باور وړ نهدي.
هغه څرګنده کړه:« افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو پناهځای دی. موږ په خپلو بمباریو کې د ولسي خلکو د استوګنې ځایونه نه؛ بلکې یوازې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.»
نوموړي تېره ورځ هم ویلي و، چې پاکستان به پر خپله پوله له بهرنیو وکړو سره هاغسې چلند وکړي؛ لکه نور خپلواک هېوادونه یې چې کوي. خواجه اصف وویل:« زموږ اجنډا دا ده، چې کوم افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي باید بېرته افغانسان ته ولاړ شي.»