د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳ ساعتونه مخکې

سیمه‌ییزو ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کندهار د ښورابک ولسوالۍ په سرلټ سیمه کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ له سپکو او درنو وسلو کار اخېستل کېږي؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه‌شته. د یادونې ده، چې درې ورځې وړاندې هم په یاده کې سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ وسله‌والې نښتې شوې وې.

‌طالبانو او د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو