پاکستان د دوشنبې په ورځ په چمن کې د سلګونه بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د سپین بولدک -چمن دروازه د لنډې مودې لپاره پرانیستې وه. دغه کډوال د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت وو.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې په لنډمهالي ډول د دروازې خلاصېدو له کبله سلګونه هغه افغان کډوال چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې بند پاتې وو؛ افغانستان ته ستانه شوي دي.
په چمن کې سیمهییزو مسوولینو ویلي، چې پرون د سپین بولدک -چمن لارې له خلاصېدو سره سم ۲۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د طالبانو او د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له وسلهوالو نښتو وروسته له دغه هېواد سره د افغانستان ټولې لارې له درېیو ورځو راهیسې تړلې دي.