په ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي چې ډېر ژر به هغو راستنو شويو کورنيو ته د سرپناه لپاره ځمکې وويشي، چې د دغه ولايت تذکرې لري او تازه له کډوالۍ راستانه شوي دي. دا اقدام د طالبانو رياستالوزرا عالي مقام د حکم له مخې ترسره کېږي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي ملا محمد نعیم اخوند په لارښوونه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د ځمکو ویش تنظیم کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ولايت د حقوقي او امنيتي چارو کارپوه حافظ عبدالصمد سعيد ويلي، چې ځمکې به يوازې هغو کورنيو ته ووېشل شي، چې د ننګرهار تذکرې لري او له کډوالۍ وروسته خپل اصلي ټاټوبي ته راستانه شوي دي.
سعيد زياته کړه، د کړنلارې له مخې به د هرې کورنۍ د غړو شمېر ته په پام سره، مناسبه اندازه ځمکه ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د راستنو شويو کورنيو لپاره په ننګرهار کې يوه ځانګړې سيمه ټاکل شوې، چې د ښارګوټي د جوړېدو پنځوس سلنه کارونه پکې تر اوسه بشپړ شوي دي.
طالبانو نه دي ویلي چې د کډوالو لپاره د ننګرهار په کومه سیمه کې د ښارګوټي چارې روانې دي.
په خبرپاڼه کې همدا رازراغلي، چې د نورو ولايتونو راستنو شويو کورنيو ته هم په خپلو ولايتونو کې نومرې او ځمکې ورکول کېږي.

