د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ توپ وهنه کوي. د افغانستان د پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي ویلي په لوبډلې کې یې کوم بدلون نه دی راوستی.
نوموړي ویلي، چې د تېري لوبې لوبغاړي به نن هم د بنګله دېش په وړاندې ولوبیږي.
افغانستان د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له بنګله دېش څخه د پنځو ویکټو په توپیر ګټلې وه.