د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د روان سریز دویمه لوبه نن د ابوظبۍ په شیخ زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
لوبه به نن شنبه د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته دوه نیمې بجې پیل شي.
د یوه ورځنیو لوبلړۍ لومړنۍ سیالۍ افغانستان ګټلې وه او که ننۍ لوبه هم وګټي نو دغه سېریز به په خپل نوم کړي.
وړاندې بنګلهدېش د شل اوریزو سیالیو د سېریز په دریو لوبو کې افغانستان ته پرلهپسې ماتې ورکړې وې چې له له کبله یې د کرېکټ د څارونکو او مینه والو غبرګونونه راپارولي و.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه ترسره کړي.