د بلومبرګ خبري اژانس د راپور لهمخې، د فوټبال ستوری کرېتسیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې خپل نوم یې د میلیاردر فوټبالر په توګه ثبت کړ. د دغې رسنۍ د ارزونو لهمخې، د دغه پرتګالي ۴۰ کلن ستوري د خالصې شتمنۍ ارزښت ۱ اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د بلومبرګ د راپور پربنسټ، د رونالډو په دغې شتمنۍ کې د فوټبال له اړخه عواید، پانګونې او تبلیغاتي قراردادونه شامل دي. هغه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د فوټبال له قراردادونو څه باندې ۵۵۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او یوازې له «نایکي برنډ» څخه چې ۱۰ کلن قرارداد دی، په کال کې شاوخوا ۱۸ میلیونه ډالره عاید لري.
په ۲۰۲۲ کال د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره د رونالډو قرارداد د ده په عایداتي برخه کې د عطف ټکی ګڼل کېږي. هغه د سعودي عربستان د فوټبال له حرفه يي لیګ سره په یو ځاییدو د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو لوړ قرارداد په خپل نوم ثبت کړ، یعنې په کال کې د ۱۷۷ میلیونه پونډو قرارداد. له یاد لیګ سره د دوو نورو کلونو لپاره د قرارداد په غځولو سره یې له دغه لیګ څخه عاید شاخوا ۴۰۰ میلیونه ته رسېږي.
د کریستیانو رونالډ اصلي سیال لیونل مسي له مالیاتو کسر مخکې د فوټبال له درکه شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره عاید درلود. هغه په ۲۰۲۳ کال کې له انټرمیامي سره په یو ځاییدو هر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه تضمین شوي حقوق ترلاسه کوي. دغه شمېر بیا د رونالډو د کلني عاید یوازې ۱۰ سلنه جوړوي.
رونالډو تر اوسه د پرتګال لپاره ۲۲۳ ملي لوبې کړي او اوس نه یوازې د فوټبال له اړخه، بلکې د سوداګرۍ او پانګونو په برخه کې هم داسې یوه دریځ ته رسېدلی، چې ډېرو کمو کسانو تجربه کړی دی.