یونېسف: په افغانستان کې ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې په افغانستان کې اوس هم د لومړنیو ښوونځیو ستونزې نه‌دي حل شوې. د یادې ادارې په وینا؛ ډېری هلکان د بې‌وزلۍ له امله زده‌کړې پرېږدي او د نجونو د زده‌کړو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

دغه اداره وايي، چې اوس هم شاوخوا ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

یونېسف له یونسکو سره په ګډه په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو په اړه څېړنه کړې او په خپل راپور کې یې لیکلي:« د لومړنیو زده‌کړو وضعیت هم د هلکانو او هم د نجونو لپاره د اندېښنې وړ دی. ان دا چې ژور بحراني حالت ورته ویلای شو.»

یونېسف د ښوونځيو دغه ویجاړ حالت د طالبانو د کمزوري او محدودې ښوونیزې تګلارې پایله بولي. دغه ادارې له طالب چارواکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

یونېسف خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیز همداسې دوام ومومي؛ نو تر ۲۰۳۰کاله پورې به نږدې څلور مېلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو هم بې‌برخې شي.

نور خبرونه

رادیو