ایرانی چارواکی: باید په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي

۳ ورځې مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي. د هغه په وینا؛ دا مهال په ایران کې د افغان کډوالو کچه تر شپږ سلنې ډېره ده.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې؛هغه په یزد سیمه کې یوې غونډې ته وویل، په ایران کې یوازې اسناد لرونکي کډوال پاتې کېدای شي؛ بې اسنادو کډوال به له ایران نه واېستل شي.

د نوموړي د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۷ میاشتو کې تر یو مېلیون او ۴۱۰زرو ډېر بې‌اسناده افغان کډوال له ایران نه اېستلل شوي دي. هغه د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو موخه په ایران کې د نظم او امنیت ټينګښت وباله.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي و، چې په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران او پاکستان نه تر ۱.۹ مېلیونو ډېر افغانان اېستل شوي دي. هغه د ایران او پاکستان له حکومتونو غوښتي و، چې سملاسي دې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي.

خو له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ اوس هم روانه ده او هره ورځ زرګونه افغانان په زور اېستل کېږي. هغه ویلي، چې په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې کېدای شي؛ خو دا یې نه‌دي ويلي، چې درې سلنه څومره کډوال کېږي.

نور خبرونه

رادیو