عبدالسلام ضعیف: پاکستان په نړیوالو غونډو کې د افغانستان خپلسری نیابت کوي

پرون

د پاکستان لپاره د طالبانو د لومړۍ دورې سفیر عبدالسلام ضعیف پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدو ته په اشاره ویلي، چې پاکستان په مکرر او قصدي ډول تېروتنې کوي او «د شر او فتنو» زیږنده دی، خو اوس یې پایله برعکس ده.

دغه پخواني طالب ډیپلومات په یو تبصره کې څرګنده کړې، چې « پاکستان په نړیوالو غونډو کې په خپل سر د افغانستان غلط نیابت کوي».

نوموړي ویلي، چې پاکستان په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډو کې افغانستان د تروریزم او مخدره توکو ځاله معرفي کوي، په سوداګریزه برخه کې غیر قانوني ستونزې جوړي او د افغانستان ارضي تمامیت نقض کوي.

عبدالسلام ضعیف ویلي، له افغانستان سره د ښو اړیکو لپاره پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي بدله کړي او د «سیمه ییزې امپراتورۍ» خوبونه پرېږدي.

دغه پخواني طالب ډيپلومات ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې د تخریب او مداخلې پالیسي پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي پرمختګ سره د مرستې ترڅنګ د افغانستان په سیاسي چارو کې د نفوذ په اړه له عکس العمل ښودلو ډډه وکړي.

عبدالسلام ضعیف دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته پاکستاني ځواکونو پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل او کابل کې یې د طالبانو په وینا، الوتکې ښکاره شوې.

له دې وروسته طالبانو پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل، چې دواړو خواوو ته په متقابلو نښتو او بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو