جرمنی وايي له طالبانو سره د کډوالو د اخراج تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی

پرون

جرمني چارواکي تمه لري، چې ډېر ژر به له برلین څخه افغانستان ته د مجرمو کډوالو د اخراح الوتنې پیل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنډت ویلي چې فدرالي حکومت له طالبانو سره د بېرته‌ستنېدونکو افغانانو په اړه د یوې هوکړې لاسلیکولو ته نږدې شوی.

ډوبرېنډت ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغان کډوال په منظم ډول له جرمني څخه خپل هېواد ته بېرته واستول شي، ځکه حکومت یې د طالبانو له واکمنې ادارې سره د اخراج په تړاو د یوه رسمي تړون د بشپړېدو په حال کې دی.

هغه د «دی پیونیر» انټرنېټي وېب‌پاڼې ته وویل، « خبرې ډېرې مخ ته تللې دي او موږ تمه لرو چې ډېر ژر یوه موافقه ولرو، څو وکولای شو افغانان منظم ، حتا د عادي مسافر وړونکو الوتنو له لارې، بېرته واستوو».

د وزیر په وینا، د تېرې اونۍ په پای کې په کابل کې تخنیکي خبرې شوې دي او د دې هدف دا دی چې د اخراج منظمې الوتنې ترسره شي. نوموړي زیاته کړې، «نه یوازې د چارټر الوتنو له لارې، بلکې د عادي هوايي الوتنو له لارې هم».

ډوبرېنډت د هغو نیوکو په ځواب کې، چې د بشري حقونو ځینې سازمانونه یې کوي، ویلي چې دا نیوکې بې‌ځایه دي.

هغه زیاته کړه: « دا عجیبه ده چې یو څوک دا اخلاقي ګڼي چې قطر دې افغانستان ته د اخراج منځګړیتوب وکړي، خو دا بشپړ ناسم بولي که موږ خپله دا چارې ترسره کړو».

هغه وویل، موخه دا ده چې «تر ټولو خطرناک او درانه مجرمین له جرمني څخه افغانستان ته بېرته واستول شي».

ډوبرېنډت زیاته کړه، « زه به ټولې هڅې وکړم، چې دا له افغانستان سره عملي شي او دا هڅې به له سوریې سره هم وکړم».

نور خبرونه

رادیو