تازه خبر

د پاکستان پوځ د طالبانو په بریدونو کې د خپلو ۲۳ پوځیانو وژل کېدل ومنل

۳ ورځې مخکې

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. پاکستاني پوځ ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی ملاتړي جنګیالي یې وژلي دي.

طالبانو ویلي، چې په جګړه کې یې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ځان د دفاع په حق کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو بریدونه ځواپ کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د توپانې، هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د افغانستان ګڼې سرحدي پوستې په نښه شوې دي او د پاکستاني طالبانو مرکزونه هم په نښه شوي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د داعش مرکزونه یې هم په نښه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر پاکستان تور ولګاوه، چې داعش ته یې پټنځایونه ور کړي دي. نوموړي دغه راز وویل، چې ددوی په ځوابي بریدونو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه راز په اعلامیه کې ویلي، چې پر افغان لوري یې ۲۱ سرحدي پوستې د لنډ وخت لپاره تیولې دي او د جنګیالیو مرکزونه یې له منځه وړي دي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی ملاتړي جنګیالي یې وژلي دي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې دوی به د پاکستان خلاف د ورانکاریو لپاره د افغان خاورې کارول ونه زغمي او که طالبان لازم ګامونه وانخلي، په افغان خاوره کې به د پاکستاني جنګیالیو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ور کړي.

نور خبرونه

رادیو