پاکستاني چارواکو ویلي چې د تېرې شپې له نښتو وروسته یې د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره پر دیورنډ کرښه تورخم، چمن، خرلاڅي، انګور اډه او غلام خان لارې تړلې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه مهمې لارې تورخم او چمن د یکشنبې په ورځ وتړل شوې.
پاکستاني او طالب چارواکو ویلي چې لږ تر لږه درې کوچنۍ لارې خرلاڅي، انګور اډه او غلام خان هم تړل شوې دي.
د دواړو خواوو ترمنځ نښتې د کابل د هوایي حریم له ماتولو او په پکتیکا کې د پاکستاني له هوايي برید وروسته وشوې.
پاکستان اعلان وکړ، چې په دې نښتو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي، خو طالبانو د ۵۸ سرتېرو د وژلو ادعا کړې.
بل پلو پاکستاني ځواکونو ویلي، چې په بریدونو کې یې ۲۰۰ افغان طالبان او د ټي ټي پي جنګیالي وژلي ، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ددوی ۹ تنه سرتېري وژل شوي دي.