د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي، چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې یې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچه مېوه بهرنیو هېوادونه ته صادر کړې ده.
جواد د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) زیاته کړې، چې د تېر کال لومړیو اتو میاشتو کې یې د ۱۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړې وه. عبدالسلام جواد ویلي، چې یاده وچه مېوه هند، پاکستان، عربي متحده امارات، روسیې، چین، بریتانیا، کاناډا او ایټالیا ته صادر شوې ده.

