طالبان: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو عملیات پای ته ورسېدل

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د دفاع وزارت د یوې خبرباڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې عملیات پای ته ورسېدل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو د طالبانو عملیات بریالي و او یاد عملیات د افغانستان پر وخت د شپې دولس بجې پای ته ورسېدل.

د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې که پاکستان بیا ځلې د افغانستان حریم نقض کړي، نو د حریم د دفاع په موخه به کلک ځواب ورکړي.

د یادولو ده، چې تراوسه پورې دواړو خواوو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور خبرونه

رادیو