شمالي کوریا د پوځي پریډ په ترڅ کې د لویو وچو واټن ویشتونکی توغندی نندارې ته وړاندې کړ

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

رویټرز خبري اژانس نن شنبه (د تلې ۱۹مه) لیکلي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپلو بهرنیو مېلمنو په مخ کې لیرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي نندارې ته وړاندې کړل.

د خبر له مخې، دا پرېډ د شمالي کوریا د کارګر ګوند د ۸۰مې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و. په دې مراسمو کې د چین لومړي وزیر لي چیانګ، د روسیې د فډرالي امنيتي شورا مرستیال رییس میدویډیف او د ویټنام کمیونسټ ګوند مشر تو لام هم ګډون کړی و.

په خبر کې راغلي، چې شمالي کوریا په دې پرېډ کېد Hwasong-20 په نوم بین القاره يي توغندي، هایپرسانیک توغندي، کروز توغندي او ځانمرګي بې پیلوټه الوتکي وښودلې.

نور خبرونه

رادیو