د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې پنجشېر ولایت نه د ۲۱مېلیونه او ۴۴۴زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۱۸ ټنه ګیلاس بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.
راپور زیاتوي، چې دغه ګیلاس د هوایي دهلېز له لارې قزاقستان، روسیې، قرغزستان، ترکمنستان، چین او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. ویل شوي، چې دغه ګیلاس پر ۳۵۰هکټاره ځمکه د جوړو شویو باغونو نه ترلاسه شوي او د هر کیلو بیه یې شاوخوا ۱۰۰ افغانیو ته رسېده.
طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ له پیله د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ له روسیې او چین سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي. کارپوهان یې لامل په نړۍواله کچه پر دغه ډلې محدودیتونه ګڼي او ډېری هېوادونه ورسره سوداګرۍ او نورو اړیکو ته زړه نه ښه کوي.

