د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو له پراخېدو خبر ورکړ. هغه دارنګه ويلي، چې هند به له طالبانو سره اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړي.
جی شنکر زیاته کړې، د طالبانو له پلاوي سره به د هند په هغو پروژو هم خبرې وکړي چې دوی یې په افغانستان کې د بشړېدو ژمنه کړې وه. نوموړی وړاندې وايي، هند ته د امیرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم او د پام وړ رول لري او دوی هیلهمن دي چې په بېلابېلو برخو کې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي، هند او افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره ګډه ژمنتیا لري؛ خو دغه مسله له پولو هاخوا د ټرهګرۍ تر ګواښ لاندې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د هغه هندي پروژو چې له وړاندې بشپړې شوې، د بیارغونې په برخه کې هم خپله ژمنه تازه کړه. دغه لوړپوړي هندي ډیپلومات ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د روغتیایي سکټور په برخه کې په پراخه کچه پانګونه وکړي. د افغانستان روغتونونو ته د پرمختللو اېم ار ای او سیټي سکن ماشینونو او ۲۰ مجهزو امبولاسونو سربېره د واکسینونو ورکړه؛ د عامې روغتیا په برخه کې د هند لویې ژمنې وې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ به د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راشي. جی شنکر افغانستان ته د کډوالو د پراخې ستنېدنې په اړه خواشیني وښوده او د سرپناوو د جوړولو په برخه کې یې کابل ته د مرستو ډاډ ورکړ.
د هغه په وینا؛ هند د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د امیرخان متقي له دې غوښتني چې هندي کمپنۍ دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، د زړه له تله مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مسله د تعامل او فکر وړ ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د اوبو د مدیرت په برخه کې هم د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د هند تخنیکي ظرفیت به په دې برخه کې وکارول شي. هغه دارنګه په افغانستان کې د کرېکټ پرمختګ ته په اشارې سره وویل، چې هېواد به یې له تخنیکي پلوه په دې برخه کې هم د افغانانو لاسنیوی وکړي.