د پاکستان پوځ ویاند: فیض حمید به د نظامي محکمې له لارې محاکمه شي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د دغه هېواد د استخباراتو د ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید به په نظامي محکمه کې محاکمه شي او هغه ته به د ځان د دفاع بشپړ حق ورکړل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند د یاد هېواد د استخباراتي ادارې (ای‌ایس‌ای) د پخواني مشر جنرال فیض حمید د قضيي په اړه وویل، چې د پاکستان پوځ د اوازې یا تورونو پر اساس نه، بلکې د حقایقو پربنسټ عمل کوي.

نوموړي زیاته کړه:«د پوځ اړیکه له دولت سره شخصي یا سیاسي نه وي، بلکي رسمي وي. که څوک دا اړیکې ته شخصي یا سیاسي بڼه ورکړي، نو بیا به یې د حساب ورکولو وخت هم راځي. پرېکړې د دولت له خوا کېږي، موږ یوازې خپل نظر او مشوره ورکوو، خو د هېڅ سیاسي ډلې ملاتړ نه کوو.»

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي، د جنرال فیض حمید د نظامي محکمې له لارې محاکمه کېږي او هغه ته د بشپړې دفاع حق ورکړل شوی دی.

چودري زیاته کړه:«د یوه جنرال د نظامي محاکمه کېدو یو علت دا هم دی، چې که څوک رسمي اړیکې شخصي یا سیاسي کړي، نو د ځواب ویلو مسوولیت یې هم باید پر غاړه واخلي. موږ نه غواړو چې څوک دې پوځ د خپل سیاست برخه وګرځوي. موږ ټولو سیاسي ګوندونو ته درناوی لرو.»

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید د دغه هېواد د پوځ د اصولو خلاف د حکومتي رازونو د افشا، له موقف څخه ناوړه ګټه اخېستنه، د دولتي وسایلو ناقانونه استفادې او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په ګټه سیاسي فعالیتونه باندې تورن شوی.

نور خبرونه

رادیو