هندۍ رسنۍ: پاکستان د هند او طالبانو تر منځ د تعامل ډېرښت یوه ستراتیژيکه ننګونه ګڼي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

هندۍ رسنۍ «سي‌اېن‌بي‌سی» نیوز، په یوه تحلیل کې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هم مهاله پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي، اسلام اباد د هند او طالبانو تر منځ د تعامل پراخېدل یوه ستراتیژيکه ننګونه ګڼي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، له چین سره د طالبانو «ښو» اړیکو ته په کتو ښايي دغه وروستي تحولات په سویلي اسیا کې پر ژیوپولیټیکل معادلو د بیا کتنې لامل شي.

د ۵شنبې په ماخوستن (د تلې ۱۷مه) پر کابل او پکتیکا کې زورور بریدونه وشول، د طالبانو دفاع وزارت بیا د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸مه) وویل، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړ.

طالبانو د پاکستان دغه برید د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک، کرغېړن اقدام یاد کړ، او له خپل حریم څخه دفاع یې خپل حق وباله او همداراز یې خبرداری ورکړ، «له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»

سره له دې چې پاکستان لا تر اوسه په رسمي توګه د دغه یرغل مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې وویل، «هر هغه اقدام چې د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره لازم وي، ترسره شوی او تر دې وروسته به هم ترسره شي.»

ویل کېږي، د دغو بریدونو موخه د «ټي‌ټي‌پي» غړي او په ځانګړې توګه د دغې ډلې مشر «نور ولي محسود» و. پر دغې ډلې تور دی چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد عملیات رهبري کوي.

دغه یرغل هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر له لومړني سفر سره هم مهاله ترسره کېږي. هغه په دې سفر کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي دي.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډيپلوماټيکې اړیکې پراخې شي او هند به په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت تر کچې بېرته ورسوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم وویل، د دغې ډلې ډيپلوماټان به هم ډېر ژر هند ته واستول شي.

دغو دوو چارواکو همداراز سلا کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به کلتوري او روزنیز پروګرام هم ډېر شي او همداراز یې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر متقابلو همکاریو ټینګار وکړ.

«سي‌اېن‌‌بي‌سي» نیوز په دې تحلیل کې ویلي، د هند او طالبانو تر منځ د اړیکو په تودېدو سره د پاکستان اقدامات ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د نا لیکلو همکاریو د یوې بڼې لامل شي.

دغه رسنۍ زیاتوي، د هند او طالبانو تر منځ د تعامل او رسمي اړیکو د پراخېدو په درشل کې پاکستان دغه نږدې‌والي ته د یوې ستراتیژيکې ننګونې په سترګه ګوري.

نور خبرونه

رادیو