ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد په سویلي خراسان ولایت کې د افغانستان او ایران د ګډې پانګونې او سوداګریزو فرصتونو د څرګندولو په موخه یو لوی نندارتون جوړېږي. دغه ننداراتون د یاد ولایت د اقتصادي وړتیاوو د معرفي کېدو لپاره د (تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې) نېټې پورې په بیرجند کې جوړېږي.
د اېراف اژانس د راپور له مخې؛ د بیرجند ښاروال علي ناصري اعلان کړی، چې دا د ایران او افغانستان د ګډو پانګونو او سوداګرۍ لومړی نندارتون دی چې د سوېلي خراسان پر اقتصادي وړتیاوو راڅرخي. ناصري زیاته کړه، دغه نندارتون چې د روان کال (د تلې له ۲۶مې څخه تر ۲۹مې) پورې به دوام ولري کولای شي د سوېلي خراسان د اقتصادي ونډې د زیاتوالي لپاره یو مهم پړاو وي.
هغه وویل، سوېلي خراسان له افغانستان سره ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو درېیم رسمي بندر د ماهیرود په پوله کې موقعیت لري چې دغه ولایت د ایران د ختیځ له مهمو سیمو شمېرل کېږي او له پخوا څخه یې له افغانستان سره نږدې اقتصادي اړیکې لرلې.
د بیرجند ښاروال دغه نندارتون د افغان او ایراني سوداګرو لپاره یو بېساری فرصت وباله او ویې ویل، چې دا هڅه به د ولایت د اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د بیا تعریف لپاره سټراتیژیک اهمیت ولري.
نوموړي له ټولو اقتصادي فعالانو، پانګهوالو او تولیدوونکو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او زیاته یې کړه، د سوېلي خراسان په کانونو، صنعت او ګرځندوی برخو کې بېسارې وړتیاوې لري، چې دغه نندارتون به افغان پانګهوالو ته د هغوی د معرفي کولو یو ارزښتناک فرصت وي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دغه نندارتون به وکولای شي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه، په ځانګړې توګه د سوېلي خراسان او د افغانستان د فراه ولایت ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

