د بګرام په اړه د متقي څرګنونې: په نظامي یونیفورم کې موږ ته د چا حضور د منلو وړ نه دی

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ډیلي کې د یوې خبري غونډې پرمهال د بګرام هوايي اډې ته د امریکایانو د بېرته ستنېدو په اړه وویل:«د افغانستان تاریخ شاهد دی، چې افغانانو په افغانستان کې هېڅکله بهرني نظامیان نه دي منلي او تردې وروسته یې هم نه مني.»

امیرخان متقي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې هېچاته اجازه نه ورکوي، په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي او یا هم نظامي حضور ولري.

هغه زیاته کړې:«دا زموږ پرېکړه ده، چې افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی او تردې وروسته به هم وي.»

نوموړی وايي، هېوادونه کولی شي له افغانستان سره له نورو لارو خپلې اړیکې وساتي.

متقي زیاته کړه:« که هېوادونه غواړي زموږ سره اړیکې ولري، نو کولی شي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې اړیکې ولري، اقتصادي اړیکې ولري، خو په نظامي یونیفورم کې موږ ته د چا حضور د منلو وړ نه دی.»‍

پر همدغه مهال امیرخان متقي وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره یې د لیدني پرمهال د اقتصادي او سوداګریزو موضوعات ترڅنګ د امنیتي اندیښنو په اړه هم خبرې کړې دي.

نوموړي یوځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

متقي وايي، له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا په تړاو یې له یاد هېواد سره د یوې سوداګریزې کمیتې پر جوړېدو هوکړه کړې ده او د یادې کمیټې په جوړېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وړاندې خنډونه به له منځه ولاړ شي.

نور خبرونه

رادیو