د پاکستان دفاع وزیر یو وار بیا د افغان کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی؛ خو دغه مېلمه پالنه دوی ته د خپلو وینو په بیه تمامه شوې ده. نوموړي ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره په وار، وار مذاکرات کړي؛ خو لاهم پاکستان کې وینه تویېدنه نه‌ده درېدلې او دوی هره ورځ د سرتېرو جنازې پورته کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې نور د ترهګرو ملاتړ دوی ته د منلو نه‌دی.

د پاکستان د دفاع وزیر په وار، وار دې ته ورته توندې څرګندونې او ادعاوې کړې دي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعا چې ګواکې دوی په پاکستان کې د ورانکاره کړونو ملاتړ کوي، رد کړې دي.

نوموړي تېره ورځ هم د ملي شورا په غونډه کې ویلي و، چې اسلام‌اباد له ترهګرۍ ستړی شوی او هغو ته به حساب ورکول کېږي چې د ترهګرو لپاره پټنځایونه برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه‌دي.

هغه وویل، چې له کابل سره به یاده موضوع د یوه رسمي پلاوي له لارې وڅاري.

نور خبرونه

رادیو