هندي رسنۍ: په نوي ډیلي کې د طالبانو سفارت ښځینه خبریالانې له خبري غونډې منع کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

په نوي ډیلي کې د طالبانو د سفارت امنیتي کسانو د جمعه په ورځ ښځينه خبریالانو ته اجازه نده ورکړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خبري غونډه کې ګډون وکړي.

دې اقدام د هند د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پراخ غبرګون او غوسه راپارولې ده.

د «این ډي ټي وي» د راپور له مخې؛ د هند د څو لویو رسنیو «انډيا ټوډې» او «ټایمز ناو» ښځينه خبریالانې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي مطبوعاتي کنفرانس ته د خبري پوښښ لپاره ورغلې وې، چې د سفارت امنیتي ساتونکو د دوی د ننوتلو مخه ونیوله.

یوې ښځینه خبریالې په سیمه کې «این ډي ټي وي» ته وویل: «موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې او بشپړ اسلامي لباس مو اغوستی و؛ خو امنیتي کسانو وویل، امر شوی، چې هیڅ ښځې ته د ننوتلو اجازه نشته.»

خبریالانو هڅه وکړه، چې د سفارت د چارواکو یا د طالبانو له کوم مقام سره په دې اړه خبرې وکړي؛ خو کومه پایله یې ور نه کړه او امنیتي کسانو له وضاحت ورکولو پرته دروازه وتړله.

د هند پېژندل شویو او مشهور خبریالانو له خپل حکومت څخه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د داسي چلند پر وړاندې غبرګون وښيي.

د «سي این این نیوز ۱۸» یوې پخوانۍ خبريالې لیکلي: «کله چې طالبان د نوي ډیلي په زړه کې له یوه مطبوعاتي کنفرانس څخه ښځې منع کوي، د هند حکومت چوپتیا د اندیښنې وړ ده.»

دغه هندي رسنۍ د شنونکو له قوله لیکي، چې دا پېښه د ښځو په وړاندې د طالبانو د رسمي پالیسۍ انعکاس دی، چې اوس د دې ډلي په ډيپلوماتیک چلند کې هم خپور شوی دی.

نور خبرونه

رادیو