د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ او نشه يي توکو د مافیا خلاف د مبارزې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو دي او مسکو د هغوی ددې هڅې ملاتړ کوي. پوتین وویل، چې ترهګرې ډلې د بنسټپالنې او ورانکاریو لپاره لاهم د افغانستان خاوره کاروي.
پوتین د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په «روسیه - منځنۍ اسیا» سرمشریزه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې « موږ وینو د افغانستان اوسنی حکومت د متقابلو ګټو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو دی، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او د نشه يي توکو مافیا خلاف مبارزه کې. له شک پرته روسیه د دغو هڅو ملاتړ ته چمتو ده».
د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو د توجه محراق دی.
پوتین وویل: «له بده مرغه، ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان له خاورې د افراطیت د نظریې د خپرولو او د جنایي فعالیتونو لپاره ګټه اخلي».

