تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۲۵۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۵۰ دقيقې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۲۵۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹۱۱کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، جې له دې ډلې ۱۲۷۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۰۴۱ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۹ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې، ۱۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۱۰۰ کورنۍ د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو