طالبان وايي د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر برید کوونکي نیول شوي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر برید په شخصي انګیزه شوی او بریدګر نیول شوي دي. پر سلیم پیګیر نن په کابل کې ډزې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د نوموړي کورنۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

قانع ویلي، چې سلیم پیګیر نن د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۱۷مه د غرمې ۱۲ نیمې بجې په خپل کور کې د خپلو میلمنو له لوري په برید کې سخت ټپي شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، سلیم پیګیر د درملني په موخه د کابل ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوی، خو د هغه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

عبدالمتین قانع پر سلیم پیګیر برید شخصي انګیزه بللې ده او وايي، پر نوموړي برید کوونکي نیول شوي دي.

د سلیم پیګیر کورنۍ تر اوسه د طالبانو د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو