پاکستاني پولیسو یوه افغانه خبریاله او د هغې دوه ماشومان نیولي

۵ ساعتونه مخکې

د افغانې خبریالې فاطمه همنوا نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته پولیسو د اسلام اباد له «بي – ۱۷» ښارګوټي څخه نوموړې له خپلو دوو کوچنیو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.

د همنوا د نیول کېدو لامل د ویزې د نېټې پای ته رسېدل په ګوته شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان د افغان وګړو لپاره د ویزو د تمدید بهیر درولی دی او په دوامداره توګه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه پرمخ وړي.

د کډوالو د شړلو دا لړۍ د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو او خبري ټولنو د سختو اندېښنو لامل شوې ده، ځکه زرګونه افغان خبریالان، مدني فعالان او ښځینه کارکوونکي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته بهر هېوادونو ته د تګ لپاره کډوال شوي دي.

بشري فعالان خبرداری ورکوي چې د افغان خبریالانو او مدني ټولنې د غړو نیول او شړل هغوی له جدي ګواښ سره مخ کوي، ځکه ډېری یې د افغانستان دننه د امنیتي ګواښونو له امله له خپل هېواده وتلي دي.

د فاطمه همنوا د نیول کېدو په تړاو تر اوسه د پاکستان حکومت یا د خبریالانو د دفاع کومې ټولنې رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو