د طالبانو د بلخ ولایت چارواکي وايي، د ازبکستان د سرخان دریا والي اولغ بېک قاسموف د دې ډلې د بلخ والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ټولو تازه مېوو پېرلو یا نورو هېوادونو ته استولو ته چمتو دي.
د طالبانو د بلخ والي ویاند ویلي، چې یاد ازبکستاني چارواکي دغه څرګندونې وړمه ورځ ماسپښین مهال په دغه هېواد کې له وفا سره په کتنه کې کړې دي.
قاسموف د طالبانو د بلخ والي ته دا هم ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر دوی ته له افغانانو سره په دې برخه کې بشپړ اختیار ورکړی دی.
نوموړي ویلي، «موږ چمتو یو د افغانستان ټولې تازه مېوې وپېرو او یا یې هم له خپلو لارو نورو هېوادونو ته صادرې کړو».
د ازبکستان د سرخان دریا والي زیاته کړې، چې دوی د هوايي دهلېز او وسپینې پټلۍ له لارو هم نورو هېوادونو ته د افغانستان مېوې صادرولای شي.
د ازبکستان رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان مېوې د پاکستان د تړلو دروازو له امله له خرابیدو سره مخ دي او افغان سوداګر هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالره زیان کوي.

