طالبان وایي، فراه کې ښايي سږ کال ۱۴۲زره ټنه د انارو حاصلات ترلاسه شي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې په فراه کې سږ کال د انارو له باغونو نه د ۱۴۲زره ټنه حاصلاتو د ترلاسه کېدو اټکل شوی دی. طالبانو ویلي، د دغو انارو د‌ پلور لپاره هڅه کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې هم مناسب مارکېټ پیدا کړي.

د توریالي په نوم د طالبانو د کرنې یو متخصص وویل: «د مارکېټ موندنې په برخه کې هڅه شوې چې د فراه حاصلات نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو کې وپلورل شي». د انارو بڼوال نیوکه کوي، که څه هم سږ کال حاصلات ښه دي؛ خو بیا هم دوی کافي اوبو ته ډېره اړتیا لري او پر حاصلاتو یې لګښتونه ډېر شوي دي.

د یار الدین په نوم بڼوال په خبره، سږ کال یې یوازې د یوې څاه لپاره پنځوس زره افغانۍ ورکړې؛ خو هغه هم پرې وچه شوه. د نوموړي په وینا: «که د بخش اباد بند نه موږ ته اوبه راکړل شي؛ نو دا به بېخي ښه کار وشي او زموږ د اوبو احتیاج به ورسره ختم شي.» فراه کې د انارو مارکېټ کاروباریان له طالبانو غواړي، چې بهرنیو هېوادونو کې د بازار موندلو لپاره باید دوی سره مرستې وکړي او د صادراتو په برخه کې یې هم لاسنېوی وکړي.

د معیاري سړو خونو نشتوالي له کبله په افغانستان کې په دودیز ډول انار د پلور لپاره ساتل کېږي؛ خو ډېره موده دوام نه‌کوي. له دې ور هاخوا په کندهار، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو شکایتونه کړي، چې د انارو په موسم کې یې دغه ګران بیه مېوه په ډېره ارزانه بیه پلورل کېږي او ان د دوی کرنیز لګښتونه هم په سمه توګه نه پوره کوي.

نور خبرونه

رادیو