د طالبانو مرستیال ویاند وایي چې د بېکیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي د ټولګټو وزارت د تخنیکي معیین په ملتیاد سالنګ لویه لاره کتلې او پرېکړه یې کړې چې یو شمېر تېل وړونکو ټانکرونو ته د تګ اجازه ور کړي. طالب چارواکي تمه ښيي، چې په دې سره به د تېلو بیې ټیټې شي.
دغه پلاوي د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو طالب مسوولینو سره تر خبرو وروسته پرېکړه کړې چې له شمال څخه به هغه لوړ تناژ لرونکي (لسټایره) ټانکر کابل ته د تېلو د انتقال اجازه ولري، چې د نفت او ګاز دولتي شرکت د حیرتان بندر ریاست او اقینې بندر مدیریت له لارې معرفي شوي وي.
یاد پلاوي دغه راز پرېکړه کړې چې خالي ټانکرونه به د بېرته ستنېدو لپاره بدیله لار کاروي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، دغه پرېکړې د دې لپاره شوې، چې د تېلو انتقال منظم، د سړک رغونې چارې خوندي او د عامو خلکو د اړتیاوو پورهکولو بهیر چټک او اغېزناک شي.
هغه زیاتوي چې د دې ګام په نتیجه کې به د تېلو بیې په کابل او سویلي ولایتونو کې راټیټې شي او د بازار ثبات به ټینګ شي.

