هندي رسنيو راپور ورکړی چې هند ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخيزو همکاریو پياوړتيا او له پاکستان سره د امنيتي اندېښنو پر موضوع متمرکز دی.
ټاکل شوې چې متقي به د جمعې په ورځ د هند د بهرنيو چارو له وزير «جېشنکر»سره وګوري.
د هندي رسنيو د پنجشنبې په ورځ په خپلو راپورونو کې لیکلي چې نوی ډیلی غواړي له طالبانو سره د سوداګرۍ، بشرپاله مرستو، روغتيا او سيمهييز امنيت په برخو کې تعامل پراخ کړي.
د راپورونو له مخې، اميرخان متقي به په دې سفر کې د هند د ملي امنيت له سلاکار سره هم وګوري، او د دې کتنې يو مهم بحث به د طالبانو ژمنې وي چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ مخه ونیسي.
متقي نن پنجشنبه هند ته ورسېد، د هغه د سفر موخه د « نوي ډیلي سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا» بلل شوې ده. دا د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته (د ۲۰۲۱کال د اګست له مياشتې راپدېخوا) هند ته د اميرخان متقي لومړنی رسمي سفر دی.
د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په ليکنه راغلي، دا سفر د طالبانو هڅې ښيي چې غواړي له سيمهييزو قدرتونو سره تعامل زيات کړي څو د خپل حکومت د رسميت پېژندلو لپاره زمينه برابره کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند«رندیر جیسوال»پر اېکس خواله رسنۍليکلي:«موږ د ښاغلي متقي سره د دوهاړخيزو اړیکو او سيمهييزو مسايلو په اړه معنا لرونکو خبرو اترو ته ليوالتيا لرو».
بلخوا انډيا اېکسپرس ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت لا هم په دې بحث کوي چې ايا د متقي او جېشنکر د رسمي کتنې پر مهال به د طالبانو بيرغ د هند تر څنګ ځای پر ځای شي که نه.
هند، سره له دې چې په نوي ډیلي کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته سپارلی، خو تر اوسه يې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان پر رسمي سفارت د طالبانو بيرغ ورپوي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړيکې له اوږدې مودې راهيسې ترینګلې دي، او هند غواړي له دې وضعیت څخه په سيمهييزه کچه د خپلو سياسي او امنيتي موخو لپاره ګټه واخلي.