په ننګرهار کې د طالبانو والي ملامحمد نعیم اخوند په دغه ولایت کې د امربالمعروف قانون د پلي کېدو په تړاو غونډه کې ویلي، چې خلکو سره باید په دې اړوند «حکیمانه او نرم چلند» وشي. هغه زیاته کړې: «زموږ خلک اسلام او خپل کلتور ته وفاداره دي او هر وخت د قانون منلو ته چمتو دي».
په یاد ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د (تلې ۱۶مه) لیکلي، چې نوموړي د دغه قانون اړوند د ناستې ګډونوالو سره خپلې تجربې شریکې کړې او ورته یې سپارښتنه وکړه چې باید اصولي اقدامات وکړي. امربالمعروف د طالبانو یو له سختدریځه قوانینونو بلل کېږي، چې د ښځو تر څنګ پهکې پر نجونو هم سخت محدودیتونه او بندیزونه وضعه شوي دي.
په ننګرهار کې د علماوو شورا رییس شیخ حضرت جان حنفي دغه ناسته کې ویلي، چې د امربالمعروف قوانین باید لومړی د طالبانو پر مسوولینو پلی شي او بیا له هغې وروسته یې پر عامو وګړو د بشپړ تطبیق هڅې وشي. دغه ناسته کې طالبانو همدا راز پرېکړه کړې، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې به د یاد قانون د پلي کېدو لپاره کمېټې هم جوړې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې جلالاباد ښار کې د دغه قانون د پلي کېدو لپاره عامه پوهاوی ترسره کېږي او همدا راز په بازارونو کې د لمانځه لپاره ځایونه هم مشخص کېږي. د طالب محتسبانو له ناوړه چلند او دغه سختدریځه قانون نه خلک خورا تنګ شوي.
کابل او یو شمېر ولایتونو کې د دغه قانون له مخې؛ هغه ښځې هم نیول شوې او زنداني شوې، چې لوڅ مخونه په بازار کې ګرځېدل. دیني عالمان وایي، په «اسلامي شریعت» کې د ښځو لوڅ مخ ګرځېدل هېڅ ډول شرعي ستونزه نهلري او طالبان دغه ډول کړنې د خپل شخصي طبیعت او فکر له مخې کوي.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو بشري سازمونونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند په ګڼو برخو کې له بندیزونو او محدودیتونو سره مخ کړی دی. په ځانګړې توګه ښځې له دغه قانون نه ډېرې اغېزمنې بلل شوې او افغانستان ورته د یو زندان په څېر یاد شوی دی.

