په کابل کې د قطر سفیر: اقلیمي او ټولنیزو موضوعاتو ته باید سیاسي رنګ ورنه‌کړل شي

۴ ورځې مخکې

په کابل کې د قطر سفیر میردف علي القشوطي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له ريیس مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې وویل، د اقلیم بدلون یو نړۍوال ګواښ دی او نه ښايي اقلیمي او ټولنیزو موضوعاتو ته سیاسي رنګ ورکړل شي.

میردوف علي القشوطي په دې کتنه کې د اقلیم بدلون په نړۍواله غونډه کې د طالبانو د ګډون په موخه یې له برازیل چې د اقلیم بدلون د نړۍوالې راتلونکې غونډې (COP-30) کوربه دی او همداراز یوناما سره خبرې کړې دي، خو د پایلو په تړاو یې څه ونه ویل.

هغه زیاته کړه، هېواد یې هڅې کوي چې د اقلیم بدلون د نړۍوالې غونډې په ګډون په ټولو مهمو نړۍوالو غونډو کې د طالبانو ګډون ته زمینه برابره کړي.

القشوطي ټينګار کړی، نه ښايي چې سیاسي مسایل پر اقلیمي او ټولنیزو مسایلو سیوری وغوړوي، ځکه «د اقلیم بدلون یو نړۍوال ګواښ دی او د ټولو ملتونو پیوستون ته اړتیا لري.»

د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، مطیع‌الحق خالص په دې کتنه کې په ۱۶ نړۍوالو کنوانسیونونو کې د افغانستان غړیتوب ته په اشارې سره په هېواد کې د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو پر بشپړېدو او د نورو همکاریو پر پراختیا یې ټينګار وکړ.

په کابل کې د قطر سفیر په دې برخه هم د همکاریو ټټر وواهه.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په اقلیمي بدلون کې یې ونډه کابو صفر ده، خو تر نورو هېوادونو ډېر اغېزمن دی او د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو سره سم، د چاپېریال ساتنې اړوند د نړۍوالو پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو