د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي په هلمند کې د محتسبینو په یوې ناسته کې هغوی ته واک ورکړی، چې که د دغې ډلې ملکي یا نظامي مسوولین له قانون څخه سرغړونه وکړي، ونیسي او بندیان یې کړي. هغه ویلي: «د مظلوم شکایت واورئ او د اسلامي شریعت د صلاحیت له مخې اقدام ترسره کړئ.»
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي په هلمند کې محتسبینو ته په یوه بیان کې د امر بالمعروف غړو ته واک ورکړی، څو هغه کسان ونیسي او محکمې ته یې راجع کړي، چې د دوی له قانون څخه سرغړونه کوي.
حنفي ویلي: «که هر څوک وي، که د لوا مسوول وي، د کنډک مسوول وي، قوماندان وي، د استخباراتو مسوول وي، د محکمې قاضي وي او که د ولایت والي وي، نو د امر بالمعروف غړي صلاحیت لري چې هغوی له ګرېوانه را ونیسي او د خپل منشور له مخې یې محاکمه کړي.»
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همداراز وایي، که هر مسوول کس ظلم کوي او یا هم «د دین او جهاد» له نوم څخه استفاده کوي، محتسبین کولی شي چې هغوی تر ګرېوانه را ونیسي او زنداني یې کړي.
هغه خپلو محتسیبانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو ته دغه صلاحیت «الله ج او اسلامي نظام» درکړی او باید د مظلوم شکایت حل کړای شي.