د پاکستان د سیاسي ګوندونو ایتلاف د طالبانو له حکومت سره پر خبرو اترو ټینګار کړی

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان د سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف پر پاکستان د طالبانو د تیرې شپې له برېد وروسته ناسته کړې او غوښتنه یې کړې، چې دواړه هېوادونه دې روانه شخړه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.

دغه ایتلاف د یکشنبې په ورځ، د تلې ۲۰مه له ګډې ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان سیاسي او بهرنۍ وضع یې څېړلې ده او د اوپوزیسیون پر راتلونکې تګلارې باندې غږیدلي دي.

یاده ناسته د محمود خان اڅګزي په مشرۍ ترسره شوې، چې د تحریک انصاف او نورو ګوندونو مشرانو او سیاسيونو هم پکې ګډون درلود.

یاد ایتلاف له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه د شخړو او پوځي کړکېچونو پر ځای دې د خبرو له لارې د سولې لاره غوره کړي او هم یې له خپل حکومت غوښتنه کړې، چې د سیمې او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو لپاره د پارلمان غونډه راوبولي.

د یاد ایتلاف په اعلامیه کې د خیبرپښتونخوا په چارو کې د مرکزي حکومت پر لاسوهنو هم نیوکه شوې او خبرداری یې ورکړی، چې د مرکزي حکومت لاسوهنې به د دغه ایالت امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي.

نور خبرونه

رادیو