په اورکزۍ ولسوالۍ کې د پوځ او طالبانو نښتو کې ۱۱ پوځیان او ۱۹ طالبان وژل شوي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې یې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي. همدارنګه پاکساني پوځ د یادو عملیاتو پرمهال د ۱۹ وسله والو د وژل خبر هم ورکړی.

د پاکستان د طالبانو تحریک وايي، یاد پوځیان یې په ډوګر سیمه کې وژلي.

د پاکستان پوځ نن د چار شنبې په ورځ، د تلې ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اکټوبر په ۷مه او ۸ نېټه یې د خیبر پښتونخوا په اورکزۍ په ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات ترسره کړي.

پوځ د یادو عملیاتو پرمهال د ۱۹ وسله والو د وژلو خبر ورکړی او له خپله اړخه یې هم د دوو افسرانو په ګډون د ۱۱ سرتیرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د پاکستان د پوځ له خوا وژل شوي وسله وال د «فتنه الخوارج» په نوم یاد شوي دي.

پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ۱۱ پوځیان یې په ډوګر سیمه کې پر یوه پوځي کاروان د برید پرمهال وژلي دي.

پاکستاني طالبانو د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو