قزاقستان طالبانو ته وړاندیز کړی چې د کان په بدل کې به د رېل‌پټلۍ یوه برخه جوړه کړي

۴ ورځې مخکې

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په کتنه کې وړاندیز وکړ، چې د کان په بدل کې په افغانستان کې د رېل پټلۍ یوه برخه جوړوي. طالبانو بیا ویلي، چې د قانون له‌مخې همکارۍ ته چمتو دي.

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت د مرستیال ژاني بېک تایزانوف په مشرۍ یوه اقتصادي پلاوي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په کتنه کې په اپرېل میاشت کې د اخیستل شویو ځینو نمونو د لابراتوار پایلې مثبتې وبللې او همداراز یې د افغانستان د کاني سرچینو په ځانګړې توګه د سرو زرو او مسو پر کانونو د خپل هېواد د کان کېندنې شرکتونو د پانګونې خبره وکړه.

خو دا چې په اپرېل میاشت کې د کومو کانونو نمونې د لابراتوار لپاره قزاقستان ته لېږدول شوي، جزییات نه دي ورکړل شوي.

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال د کان په بدل کې له تورغونډۍڅخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ د جوړولو په تړاو خپل وړاندیز د طالبانو د کانونو وزارت ته وړاندې کړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، هدایت الله بدري د هېواد پر کانونونو د قزاقستان د پانګونو له لېوالتیا هرکلی وکړ او همداراز یې ډاډ ورکړ: «د کانونو د قانون او کړنلارې اړوند به ورسره همکاري وکړي.»

د راپورونو له‌مخې، د افغانستان پر کانونو ځينو ګاونډيو او په ځانګړې توګه چین او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو منګلې خښې کړي، خو سره له دې چې د شفافیت په اړه یې اندېښنې پر خپل ځای دي، د دغو کانونو عواید هم یوازې د طالبانو جېبونو ته ځي او ولس ته هېڅ راز ګټه نه رسېږي.

نور خبرونه

رادیو