د «ورلډ ویژن» موسسې خبرداری ورکړی، چې لوږې، بېوزلۍ او د بهرنیو مرستو کمښت میلیونونه کورنۍ په افغانستان کې له قحطۍ سره مخ کړي او ګڼ شمېر ماشومان یې اړ کړي، چې په سختو او خطرناکو کارونو کې برخه واخلي.
په افغانستان کې د ورلډ ویژن مدیر اډوارډ براون وویل: «افغانستان نن د بېمخېنې انساني ناورین شاهد دی.»
ورلډ ویژن راپور ورکړی، چې د بادغیس په مرکز قلعهنو کې د مرستو د وېش په یوه مرکز کې ښځې له خپلو ماشومانو سره په اوږدو قطارونو کې ولاړې دي، ترڅو نغدي او خوراکي کڅوړې ترلاسه کړي. د راپور له مخې، هره کورنۍ چې پکې امېندواره ښځې او د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان شامل دي، ۲۹۰۰ افغانۍ چې شاوخوا ۴۰ امریکایي ډالر کېږي، ترلاسه کوي.
د مرضیې په نوم ۳۸ کلنه مېرمن چې کونډه او د پنځو ماشومانو مور ده، وایي: «دا یوازینی دلیل دی چې موږ لاهم ژوندي یو. ډېری وختونه یوازې وچه ډوډۍ خورو او که بختور وو نو بیا وریجې.»
د راپور له مخې، له هرو لسو افغان کورنیو څخه اته کورنۍ د کافي خوراک برابرولو توان نه لري او له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره اړ دي چې پور واخلي. له دې سره، هغه کورنۍ چې سرپرستي یې د ښځو په غاړه ده بیا د ټولنې له تر ټولو زیانمنو او اغېزمنو برخو څخه ګڼل کېږي.
مرضیه د جګړې او بېوزلۍ له نه ختمېدونکو کړاوونو خبرې کوي. هغې خپل مېړه په جګړه کې له لاسه ورکړی او کوچنی زوی یې د امېندوارۍ پر مهال د مرمۍ د ټپ له امله معلول زېږېدلی او اوسمهال له لوږې کړېږي. هغه او ماشومان یې هره ورځ په سړکونو کې د زړو فلزاتو د راټولولو لپاره ګرځي، ترڅو د ډوډۍ د اخیستلو لپاره څو افغانۍ پیدا کړي.
اډوارډ براون وویل: «شدیده خوارځواکي له درې میلیونو څخه زیات ماشومان له ګواښ سره مخ کړي او د هېواد یو پر درېیمه برخه نفوس د لوږې له ګواښ سره مخ دي. موږ سمدستي د مالي او سیاسي ملاتړ اړتیا لرو، څو د راتلونکې نسل د بشپړ له منځه تلو مخنیوی وشي.»
براون ټینګار کړی، چې د بودیجې له زیاتېدو او د مرستو له دوام پرته به د مرضیې په څېر میلیونونه کورنۍ خپله وروستۍ هیله له لاسه ورکړي.