د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده. هغه زیاته کړې: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شي چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»
ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه ګواښ وکړ، چې که څوک د ګډوالۍ د فدرالي ادارې پر مامورینو برید وکړي، له «سختو عواقبو» سره به مخ شي.
هغه وویل: «موږ به دا جوته کړو چې څوک د فدرالي مامورینو پر ضد بریدونه کوي. په شیکاګو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.»
ټرمپ د شیکاګو د ایالتي او ښاروالۍ چارواکي هم تورن کړل چې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي. د هغه په وینا، د ښار چارواکي وايي، وضعیت د کنټرول لاندې دی، «خو حقیقت دا دی چې شیکاګو ښايي د نړۍ له ډېرو ښارونو بد وضعیت ولري.»
هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه وویل: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو جګړهځپلو سیمو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»
ټرمپ په داسې حال کې د امریکا د تاوتریخوالي وضعیت د افغانستان له حالاتو سره پرتله کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لسګونو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکول کېږي. همداراز، هره ورځ د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ د تعلیم حق، د کار حق او د سیاسي ګډون حق له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو اخیستل شوی او طالبان پر افغانانو بېلابېل بندیزونه لګوي.