د جرمني حکومت منلې، چې د دغه هېواد چارواکو د طالبانو له استازو سره په کابل کې کتلي دي. د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند د دوشنبې په ورځ ویلي، طالبان په جرمونو د تورنو افغانانو ستنېدو سره موافق شوي او برلین ورته په بدل کې هېڅ ډول سیاسي یا هم کوم بل ډول امتیاز نهدی ورکړی.
د جرمني يو پلاوي تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو له وزارتونو او همدارنګه د کابل د هوايي ډګر له چارواکو سره يې د افغان پناهغوښتونکو د ور ستنولو بهير په اړه خبرې کړې دي. د جرمني یاد چارواکي د دغو ليدنو پخلی کړی او ويلي یې دي: «موږ هېڅ امتياز نهدی ورکړی او له طالبانو سره هېڅ ډول معامله هم نهده شوې».
د هغه په وينا؛ طالبان په اصل کې د هغو کسانو له بېرته ستنولو سره موافق شوي، چې تابعيت يې تثبيت شوی وي او دغه چاره د ځانګړو (چارټر) الوتنو له لارې تر سره کېږي. له دې وړاندې د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي و، چې له طالبانو سره د عادي الوتنو له لارې د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې روانې دي؛ خو داسې ښکاري چې طالبان د عادي الوتنو له لارې د اېستلو له دغه بهیر سره موافق نهدي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د دواړو لوريو خبرې يوازې د هغو کسانو د بېرته ستنولو د «اداري او عملي کړنلارو» پر تفصيلاتو متمرکزې وې. نوموړي د هغو پراخو نيوکو په ځواب کې چې له طالبانو سره د مستقيمو خبرو په اړه شوې، وويل چې د کابل حضوري کتنه د اېستلو د تخنيکي جزياتو د روښانه کولو لپاره «ډېره اړینه» وه.
هغه همدارنګه هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې د جرمني او طالبانو ترمنځ د نورو موضوعاتو لکه د نشهيي توکو پر ضد مبارزې په اړه هم خبرې شوې دي. هغه په ټينګار سره وویل: «دغه خبرې يوازې د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې».
له دې مخکې يو شمېر جرمني رسنيو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله راپور ورکړی و، چې په دغو خبرو کې د پناه غوښتونکو د اېستلو تر څنګ د نورو همکاريو، په ځانګړي ډول د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې موضوع هم مطرح شوې ده.
جرمني سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د بشري حقونو د سرغړنو په تړاو يې څو ځله نیوکه کړې؛ خو پرېکړه یې کړې چې هغه افغان پناه غوښتونکي چې غوښتنلیکونه يې رد شوي او يا يې درانه جرمونه کړي؛ بېرته افغانستان ته واستوي. برلين تر دې وړاندې د قطر په همکارۍ دوه ځله افغان پناهغوښتونکي کابل ته ستانه کړي وو.
د طالبانو بیا ځل واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د جرمني چارواکي د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي. یاد هېواد د جمهوري نظام تر ړنګنېدو وروسته له افغانستان سره هر ډول ډېپلوماټیکې اړیکې ځنډولې وې؛ خو دغه تازه اړیکې په جرمني کې له پراخو نیوکو سره هم مخ شوې دي. نیوکه کوونکي وايي، د جرمني حکومت له طالبانو سره په مستقيمو خبرو یوې داسې ډلې ته مشروعیت ورکوي چې بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي دي.