د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اوومه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ.
حافظ ضیا احمد وايي، متقي په لومړي ځل د مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې ټاکل شوې د مسکو فرمټ ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې هېوادونو د اړیکو د پراختیا په تړاو له غړو هیوادونو سره خپل دریځ شریک کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تلې پر ۶مه وویل، چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې نوموړي ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ور کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي و، چې روسیه به طالبان په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي.
د تېر کال د مسکو فارمټ شپږمه ناسته کې چې د اکتوبر پر څلورمه نېټه ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «اصلي مېلمه» په توګه بلنه ور کړل شوې وه.
یادې ناستې ته د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم بلل شوي وو.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اوسنۍ اداره یې په رسمیت پېژندلې ده او د پخوا په پرتله یې اړیکې ورسره نږدې شوې دي.