د پاکستان لومړی وزیر به نن د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته سفر وکړي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف به د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن (یکشنبه د تلې ۱۳مه) د مالیزیا د لومړي وزیر په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي. په دې دوه ورځني سفر کې به د دواړو لوریو تر منځ د همکاریو څو هوکړې هم لاسلیک شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، شهباز شریف به له خپل مالیزیايي سیال سره د سیمه ییزو او نړۍوالو مسایلو سربېره د دوه اړخیزو سوداګریو، ټېکنالوژۍ، مخابراتو، حلال صنعت، پانګونې، زده کړو، انرژۍ، زېربناوو، ډیجیټل اقتصاد او د خلکو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د شته او نویو سکټورونو په برخو کې د همکاریو څو هوکړې هم لاسلیک شي.

خبرپاڼه کاږي: «دغه سفر د پاکستان او مالیزیا ترمنځ د قوي او دوامدارې ستراتېژیکې ملګرتیا ښکارندويي کوي، چې د متقابل درناوي، ګډو ګټو، او نورو ورته برخو کې د نږدې همکاریو پر بنسټ ولاړه ده.»

نور خبرونه

رادیو