اسلام اباد وایي،‌ بلوڅ بېلتون‌پال د خپلو پرله‌پسې ناکامیو له امله لالهانده او اندېښمن دي

۵ ساعتونه مخکې

پاکستان دولتي دولتي ټلوېزیون ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ د هغو امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه، چې د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې یې تر ۱۴ډېر مخالف وسله وال ووژل او ۲۰ نور یې ټپيان کړل.

په راپور کې ویل شوي چې په خضدار کې د عملیاتو پر مهال تر ۱۴ډېر ترهګر ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شو. همدا راز زیاته شوې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت د خضدار ولسوالۍ د زهري په سیمه کې د خلکو د وېرولو هڅه هم شنډه کړه.

د یاد هېواد دولتي ټلویزیون په راپور کې وړاندې لیکي، د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د ترهګرو څو پټنځایونه هم ویجاړ کړي دي. دا هم ویل شوي، چې وسله‌وال د خپلو پرله‌پسې ناکامیو له امله لالهانده او اندېښمن شوي دي.

په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون پال ځواکونه یا د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ له څو کالو راهیسې د یاد ایالت د خپلواکۍ لپاره پر پاکستاني پوځي ځایونو بریدونه کوي.

په دې لړ کې تر ټولو ستر برید یې د روان کال د مارچ په میاشت کې د جعفر اېکسپریس په نوم اورګادي باندې کړی، چې لسګونه پاکستاني نظامیان په کې وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو