خلیلزاد عمران خان ته په خطاب کې: میلیونونه کسان ستا وطن‌پالنه او د خدمت لوړه هڅه ستايي

۳ ساعتونه مخکې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته د هغه د درې اویایمې کلیزې مبارکي ویلې ده او همداراز یې په ډاګه کړې، ښايي دا د خوښۍ شېبه نه وي، خو میلیونونه کسان ستا وطن‌پالنه، صداقت او د ولس د خدمت لوړه هڅه ستايي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې د بېلابېلو تورونو له امله له شاوخوا ۸۰۰ ورځو راهیسې د دغه هېواد په اډیاله زندان کې بندي دی، د اکټوبر څلورمه یې کلیزه وه.

زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه یو ځل بیا په ډاګه کړې، چې عمران خان په ناحقه بندي شوی او ورسره د سیمه ییزې ادارې «فاسدو» کسانو له‌خوا ناوړه چلند کېږي.

خلیلزاد عمران خان ته په خطاب کې زیاته کړې، له دې ټولو سره سره «په یاد ولره چې میلیونونه خلک ستا د وطن پالنې، صداقت او د ولس د خدمت لپاره د ښو هڅو ستاینه کوي.»

هغه همداراز هیله څرګنده کړې، چې عمران ژر تر ژره ازاد شي.

د یادونې وړ ده، چې عمران خان ۷۳ کلن شو او د زوی په وینا یې له نږدې ۸۰۰ ورځو راهیسې بندي دی او د خپلې کورنۍ له غړو، ډاکټرانو او وکیلانو سره د لیدلو اجازه هم نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو