بلوچستان کې د وسله‌والو او سیمه‌ییزو خلکو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي

۲ ساعتونه مخکې

پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې ویلي، چې د بلوچستان ایالت په کورکي سیمه کې د ځايي قبیلو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې د بلوڅ بېلتون‌پالو ۴غړي وژل شوي او ۲نور یې ټپیان دي. د راپور له مخې؛ وسله‌والو لومړی پر ځايي قبیلو برید وکړ او بیا نښته رامنځته شوه.

ویل شوي، چې په دغه پېښه کې د کورکي سیمې یو عام وګړی هم وژل شوی او بل ټپي دی. د راپور له مخې؛ ځايي قبیلو وسله‌والو نه غوښتنه کړې وه، چې د دوی کلي پرېږدي؛ خو هغوی ورسره نه وه منلې. پاکستاني پولیسو ادعا کړې، چې تر نښتې وروسته یې سیمه کلا بنده کړې او د وسله‌والو د نیولو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

نور خبرونه

رادیو