د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر چین ته سفر کوي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې نن یکشنبه د چین له سفیر ژاو ژینګ سره د خپل کار په دفتر کې کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو چين ته د نورالدین عزیزي د سفر په اړه بحث کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، په خپل اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر نور الدین عزیزي ته په چین کې د ازادو زونونو سازمان په يوولسم نړيوال کانګرس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

تر اوسه پورې دا نه ده په ډاګه شوې، چې دا غونډه په کومه نېټه ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې که څه هم چین تر اوسه پورې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژنی خو دواړو لوريو یودبل رسمي سفیران منلي دي.

نور خبرونه

رادیو